پلعلم (پژواک، ۹ تله ۱۳۰۴): د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت وايي چې د دغه ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د لوګر بدني روزنې او ورزش آمر انجینر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او فوټبال عمومي فدراسيون له لوري جوړې شوې چې یوه اونۍ به دوام وکړي.
نعیمزی وایي، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د «باستان غازي امينالله خان» او «اتحاد جوانان برکىبرک» لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.
ده وویل چې باستان غازي امينالله خان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه فوټبال لوبې ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.
د یادو سیالیو یوه لوبغاړي امینالله پژواک ته وویل، دا ډول لوبې کولای شي چې د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي او یوه لوبډله له بلې لوبډلې څخه غوره تجربې ترلاسه کړي.
ده وویل، بدني روزنې او ورزش امریت ته په کار ده چې د ولایتونونو په کچه د فوټبال ورته سیالۍ جوړې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP