کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د هند پولیسو اعلان کړی چې د ۵۶۰ ګرام کوکایین او هیرویینو د قاچاق په تور یې دوه افغانان نیولي دي.
انډیا ټایمز راپور ورکړی چې تورن کسان له ۲۰۲۰ کال راهیسې په هند کې د پناهغوښتونکو په توګه اوسېدل او د نشهيي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.
په راپور کې د تورنو کسانو نومونه محمدوارث هاشمي او عبدالنایب راغلي او له هغوی د ترلاسه شوو نشهيي توکو ارزښت ۲۰ میلیونه هندي روپۍ ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په ډيلي کې د ۴۶۰ ګرامه هیرویینو د قاچاق په تور یو افغان نیول شوی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن