کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، ا.ا پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسراییلو بریدونه غندي او د ټولو نړۍوالو منل شویو اصولو او اخلاقي موازینو خلاف د بشر ضد عمل یې بولي.
د راپورونو له مخې، پر لبنان او سوریې د اسرائیل تازه بریدونو پایله کې لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او دغه راز دفلسطین او یمن په بېلابېلو سیمو کې هم هوایي بریدونه کړي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسراییلو هوایي بريدونه او دلبنان پر خاوره ځمکنی يرغل د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو او اخلاقي موازینو خلاف د بشر ضد عمل بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
سرچېنې لیکلي: «اسلامي امارت، په فلسطين کې د روانې نسل وژنې په دوام، پر لبنان او د سیمې پر نورو هېوادونو د صهیونیستي رژیمد پراخېدونکو بریدونو په وړاندې د نړۍ د هېوادونو، جدي اقدام نه کول د توجیه وړ نه بولي او له ټولو سیمهييزو او نړيوالو مسوولو لوريوجدي غوښتنه کوي، چې په گډه د صهیونیستی رژیم د یرغل مخه ونیول شي او د مشکل د اساسي حل لپاره قاطع تصمیم و نیسي.»
د یادونې چې ترۍ دې مخکې هم اسلامي امارت د اسراییلو بریدونه غندلي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن