کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سیمې ثبات او امنیت ته ژمن دي، خو د تېريکوونکو پر وړاندې به سخت عمل وکړي.
د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې، ایران تېره شپه د «وعدۀ صادق۲» په نوم پر اسرائیلو توغندیز برید وکړ او ۲۰۰ توغندي یې ور وتوغول.
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني پر ایکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې پر بنسټ، دوی د خپل حاکمیت او امنیت د دفاع حق لري.
هغه زیاته کړې: «د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱مې مادې پر اساس، موږ د وېروونکو یرغلګرو پر وړاندې د ایران د امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ او مشروع دفاع حق په تړاو پرېکنده او ټینګ عمل کړی دی.»
هغه زیاته کړې چې دوی د سیمې ثبات او امنیت ته ژمن دي او د تېريکوونکو پر وړاندې به سخت عمل وکړي.
کنعاني څرګنده کړې چې د ایران د ملي حاکمیت او ملي امنیت پر وړاندې هيڅ ډول ناوړه عمل به بې ځوابه پاتې نهشي.
بلخوا، د ایران لوی درستیز محمد باقري وايي: «په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید هنیه له ترور وروسته مو له امریکایانو، اروپایانو او نورو په مکرر ډول په پوره زغم غوښتنه کړې څو په غزه کې اوربند ټینګ کړو، سخت پړاو مو په زغم سره تېر کړ، خو صهیونیستي رژیم د امریکا په ملاتړ او ان د امریکا په شین څراغ خپل جنایتونه زیات کړل.»
هغه زیاته کړه په لبنان کې د حزبالله د مشر حسن نصرالله او د ایران د سپاه پاسداران د ستر پوځي سلاکار سردار نیلفروشان له وژل کېدو وروسته په لبنان کې نور وضعیت د زغم وړ نه و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP