کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د قطر د ورزش وزیر د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له عمومي رییس سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ورزش برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده، د افغانستان د المپیک او د بدني روزنې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق له یوه پلاوي سره دوه ورځې مخکې د قطر په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
د افغانستان د المپیک او د بدني روزنې عمومي ریاست پر خپله ایکسپاڼه لیکلی چې وثیق د قطر د ورزش له وزیر سره لیدلي دي.
د سرچینې په خبره، مولوي وثیق د افغانستان د وروستیو ورزشي لاستهراوړنو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته امنیت تامین شوی او د ورزش لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه دغه راز ویلي چې د بهرنیو سیالیو د کوربهتوب لپاره هم د هېواد دننه زمینه برابره شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د قطر د ورزش وزیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني د افغانستان وروستۍ ورزشي لاستهراوړنې ستایلې دي.
احمد الثاني د افغانستان له ورزش د بشپړې همکارۍ ډاډ ورګړی او ویلي یې دي: «موږ پخوا هم د افغانستان له ورزش سره همکاري لرله او ویاړ کوو څو راتلوونکې کې د افغانسان له ورزش سره همکاري وکړو.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن