کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه نن د لسو ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې جوړېږي.
د یوه راپور له مخې، تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې ناسته کې د ګډون په موخه چې د روسیې له خوا بلنه ورکړل شوې، دغه هېواد ته تللی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاووا ویلي چې د دې ناستې لومړۍ وینا به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وکړي.
د هغه په خبره، د دې ناستې اصلي برخه کې به د بندو دروازو شا ته د افغانستان او سیمې پر بېلابېلو مسایلو خبرې وشي.
دغه راز، د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې ټاکل شوې د دې ناستې په څنډه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره پر کلیدي موضوعاتو او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي او د ناستې په پای کې ګډه اعلامیه هم صادریږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP