Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې لسګونو ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده

مزارشریف (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولین وايي چې د کارموندنې او بې‌کارۍ کمولو په موخه یې په بلخ ولایت کې ۱۶۰ کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کړې ده.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار مرستیال محمدزاهد احمدزي بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې ۱۶۰ ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو د مرکز پرانیسته وکړه.

احمدزي وویل، په ټول هېواد کې د حرفوي زده‌کړو ۵۲ مرکزونه فعال دي او هڅه کېږي دغه لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوي او ځوانانو ته د حرفو زده‌ کولو فرصت برابر کړي.

هغه زیاته کړه چې هر کال له دغو روزنیزو مرکزونو ۲۰ زره ځوانان فارغېږي.

دغه راز، د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالرحیم قانت وایي چې په دې حرفوي زده‌کړو کې د موبايلونو ترمیم، خياطي، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده‌کړې او نلدواني شامل دي.

هغه وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا موږ ۱۶۰ ځوانانو ته په څلورو برخو کې د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده؛ دغه کسان چې دغه پروګرام بشپړ کړي، ان‌شاءالله چې کارونه به ورته پیدا شي.»

بلخوا، زده‌کوونکي بیا دغه روزنیز پروګرام بهر ته د ځوانانو د تلو مخنیوي او کارموندنې برخو کې ګټور بولي.

یوه زده‌کوونکي مرتضی پژواک ته وویل: «د خوښۍ ځای دی چې موږ دلته حرفه زده کوو، کله چې دغه پروګرام بشپړ شي، موږ کولی شو ځان ته دوکان پرانیزو او خپلې کورنۍ ته یوه نمړۍ حلاله روزي پیدا کړو.»

د دغه روزنيز پروګرام يوه بل ګډونوال عبدالستار وویل: «دلته ځوانان د موبايلونو ترمیم، خیاطي، نلدواني او نورې حرفې زده کوي، مخکې بې‌کاره وم، اوس کولای شم د دغه پروګرام په زده کولو سره خپل ژوند جوړ کړم.»

يو شمېر نور زده‌کوونکي هم دغو زده‌کړو ته خوښي دي او له مسوولينو غواړي چې نور ځوانان هم دې برخې ته جذب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو زرګونه فارغین د کاري فرصتونو نشتوالي له امله یا بې‌کاره پاتې کېږي او یا هم نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.