جلالاباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): ننګرهار کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
"د اتلانو جام" په دغو سياليو کې د ننګرهار، لغمان، نورستان، کابل، پکتیا او میدانوردګو ولايتونو لوبډلې له يو بل سره لوبې کوي.
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رييس عبدالسلام وزیروال وايي، دا سيالۍ پرون مازدیګر د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار اړوند فوټبال لوبغالي کې پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د نوموړي په وينا، د دغه رياست په همغږۍ د فوټبال فدراسيون له لوري د ننګرهار، لغمان، نورستان، کابل، پکتیا او میدانوردګو ولايتونو لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ ۱۲ ولايتي لوبډلو ته د لارموندنې په موخه پيل شوې.
دی وايي: «دا سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي چې ګټونکې لوبډله به یې د هېواد دوولس غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړي. زموږ هيله دا ده چې دا سيالۍ په ښه توګه ترسره شي، انشاءالله ټول ترتیبات نيول شوي دي.
د سياليو د پيل لومړۍ لوبه د ننګرهار او نورستان لوبډلو ترمنځ وه چې د باران له امله ترسره نشوه او مساوي پای ته ورسېده.
د دغو سيالیو ګډونوال لوبغاړي وايي، دا د دوی د پرمختګ او د هېواد فوټبال ملي لوبډلې ته د ځوانو لوبغاړو د ورتګ لپاره ډېرې ګټورې سيالۍ دي.
د نورستان لوبډلې يوه لوبغاړي رحمت الله وويل، د دغو سياليو لپاره يې بشپړ چمتووالی نيولی او ټوله لوبډله هڅه کوي چې خپلې ټولې لوبې وګټي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن