کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب له مسوول سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون د تجهیز په برخه کې مرسته وکړي.
د افغاني سرې میاشتې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې مشر شیخ شهابالدین دلاور په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب له مسوول جیرمي او مل پلاوي سره وکتل.
سرچينې لیکلي، دلاور په دغه ليدنه کې، د یاد هېواد د سره صلیب له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له نوموړي غوښتنه وکړه څو د بېسرپرسته کونډو، یتیمانو، رواني ناروغانو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرکزي روغتون د تجهیز په برخه کې هم مرستې ترسره کړي.
افغاني سرې میاشتې لیکلي، په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب مسوول افغانانو ته د افغاني سرې میاشتې له لارې خدمات اغېزمن وبلل او د مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي له افغاني سرې میاشتې سره د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د خپلو روانو پروژو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې نږدې ورځو کې به له افغاني سرې مياشتې سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړهلیک هم لاسلیک کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن