ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو وزارت سرپرست: د کډوالو په نوم کېدونکې مرستې دې مستقیما کډوالو ته ورکړل شي

د کډوالو وزارت سرپرست: د کډوالو په نوم کېدونکې مرستې دې مستقیما کډوالو ته ورکړل شي

author avatar
9 Oct 2024 - 16:59
د کډوالو وزارت سرپرست: د کډوالو په نوم کېدونکې مرستې دې مستقیما کډوالو ته ورکړل شي
author avatar
9 Oct 2024 - 16:59

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د کډوالو چارو وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له سفیرې سره په لیدنه کې ویلي چې د کډوالو په نوم کېدونکې مرستې دې په مستقیمه توګه کډوالو ته ورکړل شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې ویرونیکا د دغه وزارت له سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني سره د کار په دفتر کې ولیدل.

سرچینې ویلي، په ناسته کې په پاکستان او ایران کې د کډوالو د ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو له خوا د کډوالو د جبري ایستلو او یا نورو هېوادونو ته د لېږلو، د داخلي بېځایه شوو د پایدار ادغام او هغوی ته د مرستو جلبولو په اړه خبرې وشوې.

سرچینې زیاته کړې، حقاني د کډوالو په برخه کې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د کډوالو په نوم کېدونکې مرستې دې مستقیما کډوالو ته ورکړل شي او باید په اساسي کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ برخو کې ولګول شي.

سرچینه کاږي، په دې لیدنه کې ویرونیکا د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسوولیت وباله او ویې ویل: «موږ د مهاجرینو او نورو اړمنو د لاسنیوي لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندويه ادارو سره ١٢٥ میلیونه یورو مرسته کړې او د کال ترپایه به ٣٦ میلیونه یورو نوره مرسته هم ورسره وکړو.»

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغې لیدنه کې دواړو لورو د یوه ګډ مېکانېزم رامنځته کولو لپاره د ګډې تخنیکي کمېټې جوړولو په اړه توافق وکړ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.