کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د دوه شل اووریزه تمریني سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د عمان له ملي لوبډلې سره وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد الف «افغان ابدالیان» لوبډله نن د عمان له ملي لوبډلې سره تمریني لوبه ترسره کوي.
هغه وویل چې دغه سیالي به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په دوه بجو پیل شي.
همدارنګه، د افغانستان الف لوبډله به خپله دویمه تمریني لوبه سبا له عمان سره ترسره کړي.
دغه راز، له یادو تمریني سیالیو وروسته به د افغانستان، عمان او هانګکانګ لوبډلې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۳مه درې اړخیزه لوبلړۍ پیل کړي.
د یادونې ده، د افغانستان الف لوبډله به له یادو سیالیو وروسته په عمان کې ترسره کېدونکي اېمرجېنګ جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸مه به پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP