ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس لاکر لګولو تړون لاسلیک شو

په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس لاکر لګولو تړون لاسلیک شو

author avatar
9 Oct 2024 - 15:45
په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس لاکر لګولو تړون لاسلیک شو
author avatar
9 Oct 2024 - 15:45

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او مالیې وزارتونو او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د ځېرک قفل (جي‌پي‌اېس لاکر) لګولو تړون لاسلیک او همدارنګه د پُستي کوډ او پُستي ادرسونو د پراختیا ملي پروګرام پیل شو.

د معلوماتو له مخې، جي‌پي‌اېس لاکر هغه برېښنايي قفل دی چې له نړۍوال موقعیت پیدا کولو سیسټم څخه په استفادې، په باروړونکو موټرو کې لګول کېږي او د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ترانزیټ د ودې لامل ګرځي.

یاد تړون نن کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دولتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال، د مالیې وزارت ادارې مرستیال مولوي دوست‌محمد مخلص او د ترانسپورټ وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد ترمنځ لاسلیک شو.

د دولتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال د دغه تړون لاسلیک مراسمو کې وویل، د یاد تړون له مخې د خوندي او ډاډمن ترانزيټ او د پانګوالو د جذب او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه په باروړونکو موټرو کې ځیرک قفلونه لګول کېږي.

دی وايي، ځیرک قفلونه له سوداګرو سره مرسته کوي چې د خپلو سوداګریزو توکو د کره موقعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي او په وینا یې، له ټاکل شوي مسیر څخه د نقلیه وسیلې د انحراف په صورت کې دغه سیسټم د نقلیه وسیلې نوی موقعیت په ډاګه کوي او د سوداګریزو توکو له غلا مخنیوی کوي.

دی زیاتوي، د افغان پُست دولتي شرکت د مالیې او ترانسپورټ وزارتونو په همکارۍ د دې پروژې پلي کېدو ته لار پرانیسته او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

بلال دغه راز په نننیو مراسمو کې د پُستي کوډ او ادرسونو د پراختیا ملي پروګرام پرانیستلو خبر هم ورکړ.

دی وايي، افغانستان تر دې مهاله له څلور رقمي پُستي کوډ چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی و، ګټه پورته کوله.

هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې یاد پُستي کوډ د اوسني عصر له ټکنالوجۍ سره د معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ځواب‌ویونکی نه و، نو لازمه وبلل شوه چې د جغرافیایي سیمو په نظر کې نیولو سره یو معیاري او با ثباته پُستي کوډ ډیزاین او پلي شي.

دی زیاتوي، افغان پُست امارتي شرکت وکولای شو چې د افغانستان په کچه نوی شپږ رقمي کوډ جوړ کړي او د نړۍوالې پُستي اتحادیې له خوا تایید شو چې له دې وروسته به په ملي او نړۍوالو پُستي خدمتونو کې ګټه ترې واخیستل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د افغانستان په کچه ۱۴۰۵ پُستي کوډونه په پام کې نیول شوي چې یوازې د کابل ښار لپاره ۶۳۴ پستي کوډونه په پام کې نیول شوي او د هېواد ټولې سیمې تر پوښښ لاندې نیسي.

د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي دوست‌محمد مخلص وویل، په ترانزیټي محمولو کې د ځیرک قفلونو لګولو سره به د ترانزیټ برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې، د بهرني ترانزیټ برخه کې به د باور کچه لوړه او د سوداګریزو توکو خوندیتوب به یقیني شي.

دی وايي، دغه وسیله په ترانزیټي محموله کې د هر ډول لاس‌وهنې د تشخیص او د محمولې دقیق موقعیت او وضعیت د معلومولو ظرفیت لري.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تدارکاتو رییس مفتي حبیب‌الرحمان طلحه په یادو مراسمو کې وویل، یاده وسیله د افغان پُست دولتي شرکت له لوري په تزانزیټي باروړونکو موټرو کې لګول کېږي.

دی وايي، هر باروړونکی موټر چې له بهره افغانستان ته داخلېږي په هغه موټر کې به لګول کېږي او کله چې له افغانستانه بیا ځلې بهر ته ځي هغه به بېرته ترې لرې کېږي.

هغه زیاته کړه، د دې وسیلې په لګولو سره به د سوداګریزو توکو خوندیتوب لا زیات شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.