ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا نورالدین ترابي له چین څخه په تخنیکي او ترانسپورټي برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه

ملا نورالدین ترابي له چین څخه په تخنیکي او ترانسپورټي برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه

author avatar
9 Oct 2024 - 16:21
ملا نورالدین ترابي له چین څخه په تخنیکي او ترانسپورټي برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه
author avatar
9 Oct 2024 - 16:21

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره وایي چې د دې ادارې سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې له یاد هېواده په تخنیکي، ترانسپورټي او نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن ماسپښین د دې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د زیانمنو شوو ته د بشري مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي د چین له مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: «افغانستان او چین ملګري هېوادونه دي او چین له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې د سوداګریزو برخو ترڅنګ یې له اسلامي امارت سره بشري مرستې هم کړې دي.»

ترابي ویلي، د دوی فعالیتونه تر ډېره مظلومې طبقې او زیانمنو ته ځانګړي شوي او له چین څخه یې د لا زیاتو بشري مرستو غوښتنه وکړه.

نوموړي د چین هېواد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو یادونه وکړه او په تخنیکي، ترانسپورټي او نورو اړینو برخو کې یې مرسته وغوښته.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې د چین سفیر ژاو شینګ په پکتيکا، هرات او نورو ولایتونو کې د نورو پېښو زیانمنو شوو ته د مرستو یادونه وکړه او په بشري مرستو کې یې د خپل هېواد ژمنتیا بیان کړه.

ژاو شینګ زیاته کړه چې چین په د اقتصادي، سوداګریزو او بشري مرستو برخه کې همکاریو ته ژمن دی.

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویلي، په پای کې دواړو خواوو په ټولو برخو کې، په ځانګړې توګه د پېښو مدیریت برخه کې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ په اړه هوکړه وکړه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.