ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پښتین: جرګه به پر خپل وخت ترسره شي؛ ګنډاپور: د جرګې له پرېکړو ملاتړ کوم

پښتین: جرګه به پر خپل وخت ترسره شي؛ ګنډاپور: د جرګې له پرېکړو ملاتړ کوم

author avatar
11 Oct 2024 - 09:01
پښتین: جرګه به پر خپل وخت ترسره شي؛ ګنډاپور: د جرګې له پرېکړو ملاتړ کوم
author avatar
11 Oct 2024 - 09:01

کابل (پژواک، ٢٠ تله ١۴٠٣): د پي‌ټي‌اېم مشر د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي‌امین ګنډاپور سره تر لیدنې وروسته ویلي، د پښتنو جرګه به پر خپل وخت په امن ترسره کېږي او ګنډاپور ویلي، جرګه چې هره پرېکړه وکړي،‌ دی به یې د اعلی وزیر په توګه ملاتړ کوي.

ټاکل شوې چې یاده جرګه نن د خیبر پښتونخوا په خیبر سیمه کې جوړه شي. تېره ورځ د جرګې په سیمه کې د هغو څلورو کسانو د جنازې لمونځ وشو چې د راپورونو له مخې، وړمه ورځ د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې په همدې سیمه کې وژل شوي وو.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي‌امین ګنډاپور سره تر لیدنې وروسته له هغه سره په ګډه خبري‌ غونډه کې ویلي چې د پښتنو جرګه به پر خپل وخت او په امن ترسره کېږي.

د ده په وینا، پښتون قوم به په تېرو لسیزو کې پښتونخوا کې له ژورنالیستانو رانیولې تر وکیلانو،‌ ډاکټرانو،‌ زده‌کوونکو، د سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو،‌ عامو خلکو او بیا وړمه ورځ‌ خیبر کې د پي‌ټي‌ایم تر وژل شوو ملاتړو پورې د یوه کس وینه هم چا ته ونه بښي.

هغه زیاته کړې چې پښتانه به «د خپل یوه شهید» وینه هم چا ته ونه بښي او «د ټولو حساب کتاب به کېږي».

د نوموړي په وینا، د دې لپاره یوه جرګه ضروري‌ وه،‌ چې خلک په کې خپله خبره وکړای شي، خپله غم او درد شریک کړای شي او د ورپېښو مسایلو په تړاو په ګډه مشوره وکړای شي.‌

پښتین ویلي چې د پښتنو په یاده جرګه کې به په همدې تړاو مشورې وشي.‌

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي‌امین ګنډاپور چې له پي‌ټي‌ایم سره خبرو کې یې د پاکستان د دولتي پلاوي مشري‌ کوله، ویلي، جرګه چې هره پرېکړه وکړي،‌ دی به یې د اعلی وزیر په توګه ملاتړ کوي.

ګنډاپور له منظور پښتین سره له لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې د پاکستان امنیتي‌ ځواکونو له خوا چهارشنبې خیبر کې د پښتنو د جرګې پر ګډونوالو د برید او یو شمېر کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، وفاقي یا مرکزي حکومت چې د دغه ایالت په چارو کې په لاسوهنې سره د پښتنو پر روایاتو (جرګي) کوم برید وکړ، «دا د غندې وړ دی».

د ده په وینا، قبایلو د پاکستان او امن لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.‌

هغه زیاته کړې: «اوس یې هم له دغو شهیدانو سره قرباني ورکړه خو دا ځل به یې قرباني ثمره هم ترلاسه کړي.‌ زموږ راتلونکي نسل ته به پاکستان کې یو ښه امن او ښه راتلونکی ترلاسه شي.»

د هغه په وینا، دا چې یاده جرګه پر خپل ځای او وخت کېږي، او بریالۍ جرګه به وي، همدا د دغو قربانیو ثمره ده‌.

علي‌امین ګنډاپور ویلي، دوی (د جرګې ګډونوال) به کیني، څومره مسایل او غوښتنې چې دي پر هغو به مشوره وکړي،‌‌ او له هغه وروسته «زما دا ژمنه ده چې دوی له مشورې وروسته هره پرېکړه او تړون کوي، زه به یې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په توګه او شخصآ‌ ملاتړ کوم.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.