ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس: د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې ادارې ځنډول شوې پروژې دې پيل شي

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس: د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې ادارې ځنډول شوې پروژې دې پيل شي

author avatar
11 Oct 2024 - 10:44
د چاپېریال ساتنې ادارې رییس: د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې ادارې ځنډول شوې پروژې دې پيل شي
author avatar
11 Oct 2024 - 10:44

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس په افغانستان کې د سره صلیب فدارسیون له استازي سره لېدنه کې له نړۍ‌والو غوښتنه کړې چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کېږي او د څه ‌باندې ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې ادارې د ۳۲ ځنډول شوو چاپېریالي پروژو کارې دې بېرته پیل شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې مشر مولوي مطیع‌الحق خالص په افغانستان کې د سره صلیب فدراسیون (IFRC) د نمایندګۍ له مشر نیسفور میګندي سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې د بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو او د څه ‌باندې ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې ادارې د ۳۲ ځنډول چاپېریالي پروژو د بیا پیل په اړه بحث او خبرې وشوې.

خالص په دغه لېدنه کې ویلي: «افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په هره برخه کې ډېر زیانمن شوی، په هغه مهال کې د قانوني حکومت نشتون له امله د هېواد ځنګلونو، وحشي ژوو او په ټوله کې چاپېریالي وضعیت ته ډېر زیات زیان اوښتی او اوس په ټول افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی، د نړۍوالو له خوا پرې سیاسي بندیزونه لګول شوي چې تاوان یې عامو ولسونو ته رسېږي.»

ده زیاته کړې، اقلیمي بدلون هم هغه ګواښ دی چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی.

خالص په دغه لېدنه کې له نړۍوالو غوښتنه کړې چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کوي او د افغانستان ۳۲ځنډول شوې چاپېریالي پروژې چې ارزښت یې څه باندې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، ژر تر ژره بیا پیل کړي.

ده سپارښتنه وکړه، که له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د افغانانو لاس‌نیوی ونه شي؛ نو ولسونه به د ډېرو ستونزو سره مخ شي.

ده دغه راز ویلي: «د چاپېریال ساتنې ملي اداره دا مهال د ۱۶چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري چې له بده‌مرغه په نړۍوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي؛ نو له نړۍوالو ارګانونو څخه مو دا هیله ده چې په نړۍواله کچه چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې د مسوولینو د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ څو موږ وکولی شو د افغانانو ستونزې نړۍوالو ته ورسوو.»

د هغه په خبره، د ځنګلونو د بیا احیاء، وحشي ژوو، مرغانو او ساتل شوو سیمو د ساتنې او ښکار د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات پیل کړي او همدا راز پر دې کار کوي چې خلکو ته د ځنګلونو د ساتنې په بدل کې بدیل کارونه پیدا کړي.

خالص غوښتنه کړې چې یاده اداره د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره د چاپېریالي، دفتري، کاري او ترانسپورټي وسایلو د تجهیز برخه کې همکاري وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د سره صلیب نړۍوال فدراسیون (IFRC) د نمایندګۍ رییس نیسفور میګندي د ګډ کار ژمنه وکړه او ویې ویل چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د مرستو راجلبولو په تړاو به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لیکلي، د لیدنې په پای کې دواړو خواوو پر ګډ کار او مشترکې همکارۍ ټینګار وکړ او په افغانستان کې له موجوده ملي او نړۍوالو ارګانونو غوښتنه وشوه چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې دې د افغانستان ستونزې تر نړۍوالو ورسوي؛ څو د موجوده چاپېریالي ستونزو لپاره حل لارې پیدا شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.