شبرغان (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمن دي او له اسلامي امارت غواړي چې د مناسب کار او زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
په هېواد کې څه باندې څلوېښت کلنې جګړې د افغانانو پر ژوند ډېرې بدې اغېزې کړې، خلک بېوزلي او کډوال شول او میلیونونه کونډې او یتیمان یې پر ځای پرېښودل.
اقتصادي فقر او د کورنیو د سرپرستانو وژل کېدل د دې لامل شول چې ماشومان سخت کارونه وکړي او د خپلو کورنیو لګښتونه برابر کړي.
هغه ماشومان چې د خښتو په بټیو کې کار کوي: مجبور یو سخت کار وکړو
۱۶ کلن طاهر چې د خپلې کورنۍ د اعاشې برابرولو لپاره ملا تړلې، د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي.
هغه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې دی اصلي د سرپل ولایت دی، خو له پنځو کلونو راهیسې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار مې د خښتو یوې بټۍ کې کار کوي.
د طاهر پلار چې یوې ترافیکي پېښه کې مړ شوی او اوس دی د خپلې لس کسیزې کورنۍ نفقه راوړونکی دی وایي: «دلته کار کوم څو کورنۍ مې وږې پاتې نهشي، دېر خوښ وم چې درس ووایم او راتلونکې کې ښه کار ولرم.»
د هغه په خبره، په دغه ځای کې له سهاره تر بېګاه کار کوي، د زرو خښتو په بدل کې چې ښايي په یوه یا دوو ورځو کې و ایستل شي، ۴۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
دا ماشوم چې خپلې نامعلومې راتلونکي ته اندېښمن دی، له اسلامې امارت غواړي چې ده او د ده په څېر نورو ماشومانو ته د مناسب کار او زدهکړو زمینه برابره کړي.
خو دا یوازې طاهر نه دی چې د اقتصادي ستونزو له امله سخت کار کوي، بلکې یو بل ۱۵ کلن ماشوم حسین هم د اقتصادي ستونزو له امله په شبرغان ښار د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي.
حسین ته د خپلې ۱۲ کسیزې کورنې مسوولیت ور له غاړې دی؛ ځکه چې د هغه په خبره، پلار یې ناروغ دی او د کار کولو توان نه لري.
هغه چې ډېر تېز کار یې کاوه او هممهاله یې خبرې هم کولې وویل، په دې بټۍ کې د ورځې ۱۲ ساعته کار کوي او د زرو خښتو په بدل کې ۴۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
حسین هم له زدهکړو سره ډېره لېوالتیا لري او خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمن دی؛ ځکه نهشي کولای ښوونځي ته ولاړ شي او درس ولولي.
هغه چې تل به یې هیله وه په راتلونکي کې ښوونکی شي: «له مجبوریته دلته خښټې باسم، له موږ سره باید مرسته وشي څو درس ووایو، ډېر خپه یم چې ښوونخي ته نه شم تللای او ښه راتلونکی ولرم.»
خو ۱۵ کلن علي چې څلور کاله مخکې یې پلار مړ شوی او اوس د خپلې ۸ کسیزې کورنۍ د نفقې مسوولیت لري، د خښتو یوې بټۍ کې کار کوي، د هغه په خبره، دغه کار ملاماتوونکی دی، خو مجبور یو ویې کړو.
هغه وایي: «د پلار له مړینې مخکې د ښوونځي په څلورم ټولګي کې وم، د خپل ټولګي اول نومره وم، خو کله چې مې پلار مړ شو، لومړی مې بوټونه رنګول، بیا چې ونه شوه، د خښتو په بټۍ کې مې کار پیل کړ؛ ځکه بوټ رنګولو کې مې د ورځې تر ۵۰ افغانیو کار کاوه.»
علي چې په دوو ورځو کې زر خښتې باسي وایي: «دا ډېر سخت کار دی، ملا سخت په درد وي، خو څه وکړم، مجبور یم کار وکړم، که ما درس ونه شو ویلی، باید وروڼه مې درس ووایي.»
د یوه ماشوم پلار: که ناروغ نه وای هيڅکله به مې زوی سخت کار ته نه و پرېیښی
د حسین پلار عبدالله پژواک ته وویل، که ناروغ نه وای هيڅکله به یې زوی دغه سخت کار ته نه و پرېیښی او ښوونځي یې پرې لوست.
هغه چې د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن دی وایٍي: «له اسلامي امارت غواړو چې زموږ د ماشومانو درس او روزنې ته پاملرنه وکړي څو راتلونکی یې تیاره پاتې نه شي.»
یو کارپوه: د ماشومانو غوښتنو ته باید رسېدنه وشي
د جوزجان یو دیني عالم مولوي ثمرالدین وایي، کارګر ماشومان د بېلابېلو ټولنو له خوا ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، باید د دغو ماشومانو ملاتړ وشي.
دغه دیني عالم زیاته کړه: «په اسلام کې پر دې ټينګار شوی چې ماشومان باید په یوه سالم چاپېریال کې وده وکړي، له سختو او خطرناکو کارونو دې لرې وساتل شي.»
هغه وویل، په کوچني عمر کې کار د ماشومانو جسم او روان ته ضرر رسوي او هغوی له زدهکړو پاتې کېږي.
د جوزجان ځایي مسوولین: د کارګر ماشومانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره هڅې روانې دي
د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نورالله مسافر پژواک ته وویل چې اوسمهال په دغه ولایت کې څه باندې ۱۴ زره ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي.
هغه د دغو ماشومانو غوښتنو او راتلونکي په اړه یې وویل: «هڅه کوو چې هغوی ته مناسب کارونه برابر کړو څو له ستونزو خلاص شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP