غزني ښار (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د غزني د ورزش امریت وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۱۳۴ لوبغاړو ترمنځ د سوکوهنې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر حاجيبلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ پرون د دغه ولایت د مرکز غزني ښار په دولتي جمنازیوم کې د ۱۳۴ لوبغاړو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
هغه وویل، دغه سيالۍ د وزنونو پورته کولو په بېلابېلو کټګوريو کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ترمنځ وشوې.
نوموړي زیاته کړه، یادې سیالۍ د غزني ولایت لوبډلې ته غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه ترسره شوې چې په پایله کې یې ۱۳ کسانو ولایتي ټیم ته لاره پیدا کړه.
د خیبر په نوم یوه لوبغاړي پژواک ته وویل: «غواړم چې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړم، غواړم سپورت وکړم څو نور مې هم وګوري او وهڅيږي، موږ خوښ یو چې دا سیالۍ ترسره شوې.»
د یادولو ده چې دا مهال په غزني ولایت کې د سوکوهنې فدارسیون ترڅنګ، ۳۵ نور فدارسیونونه هم د ورزش په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP