ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د سوک‌وهنې د غوراوي سیالۍ وشوې

غزني کې د سوک‌وهنې د غوراوي سیالۍ وشوې

 غزني ښار (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د غزني د ورزش امریت وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۱۳۴ لوبغاړو ترمنځ د سوک‌وهنې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر حاجي‌بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ پرون د دغه ولایت د مرکز غزني ښار په دولتي جمنازیوم کې د ۱۳۴ لوبغاړو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

هغه وویل، دغه سيالۍ د وزنونو پورته کولو په بېلابېلو کټګوريو کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ترمنځ وشوې.

نوموړي زیاته کړه، یادې سیالۍ د غزني ولایت لوبډلې ته غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه ترسره شوې چې په پایله کې یې ۱۳ کسانو ولایتي ټیم ته لاره پیدا کړه.

د خیبر په نوم یوه لوبغاړي پژواک ته وویل: «غواړم چې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړم، غواړم سپورت وکړم څو نور مې هم وګوري او وهڅيږي، موږ خوښ یو چې دا سیالۍ ترسره شوې.»

د یادولو ده چې دا مهال په غزني ولایت کې د سوک‌وهنې فدارسیون ترڅنګ، ۳۵ نور فدارسیونونه هم د ورزش په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.