مزارشریف (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د سویابینو حاصلات شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره ډېروالی ښیي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په کلدار، بلخ، شولګره، شورتپه، دهدادي او نهرشاهي ولسواليو کې پر څه باندې ۳۰۰ هکټار ځمکه سویابین کرل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال د دغه ولایت پر شاوخوا ۲۵۰ هکټاره ځمکه سویابین کرل شوي وو او له هر هکټار ځمکې لږ تر لږه دوه ټنه حاصل راټولېده خو سږ کال د ډېرو بارانونو او مناسبې هوا له امله د دغو حاصلاتو کچه له هر هکټاره تر شاوخوا درې ټنه پورې رسېږي.
هغه زیاتوي چې سږ کال د سویابینو حاصلات او د کښت ساحه د تېر کال پر پرتله ډېره شوې او د اټکل له مخې به سږ کال په ټوله کې له څه باندې ۳۰۰ هکټاره ځمکې شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه سویابین راټول شي.
بلخ کې د سویابینو کرکیلې ته د کروندګرو لېوالتیا له هغه وخته ډېره شوې چې په دغه ولایت کې یوه خصوصي شرکت د دغه محصول پېرلو لړۍ پیل کړه.
د یاد خصوصي شرکت مسوول محمدافضل افضلي وایي، دوی نه یوازې دا چې له کروندګرو سویابین پېري، بلکې د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته هم ورسره کوي.
افضلي زیاتوي چې دغه شرکت له سویابین څخه غوړي او د کبانو خوراکي توکي تولیدوي.
بلخوا، د بلخ کروندګرو هم د دغه محصول له حاصلاتو خوښ دي.
د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ یو کروندګرو ګلاحمد وایي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې پر خپله ځمکه سویابین کري او له حاصلاتو یې خوښ دی.
هغه زیاتوي چې دوی ته د یوه خصوصي شرکت له خوا د سویابین اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې مرسته هم شوې ده.
د محمدامین په نوم یو بل کروندګر که څه هم د دغه محصول له حاصلاتو خوښ دی خو وایي، حکومت دې د سویابینو حاصلاتو ته په هېواد کې دننه او له هېواده بهر مناسب بازار پیدا کړي څو وکولای شي دغه محصول په لوړه بیه وپلوري.
سویابین یو له پروټین لرونکو غلهدانو شمېرل کېږي چې د خوړو سربېره ترې غوړي او د کبانو خوراکي توکي تولیدېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP