ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: د ا.ا او ولس ترمنځ د واټن نشتون د روښانه راتلونکې ښکارندويي کوي

مولوي عبدالکبیر: د ا.ا او ولس ترمنځ د واټن نشتون د روښانه راتلونکې ښکارندويي کوي

author avatar
13 Oct 2024 - 18:28
مولوي عبدالکبیر: د ا.ا او ولس ترمنځ د واټن نشتون د روښانه راتلونکې ښکارندويي کوي
author avatar
13 Oct 2024 - 18:28

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، د ا.ا‎ او ولس ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځته شوې او قومي جوړښتونه د خلکو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې ښه همغږي رامنځته کولای شي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ له یو شمېر مخورو او د هېواد په شمالي ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم له یو شمېر مخورو سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې د دره نور ولسوالۍ مخورو او مشرانو په دغه لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼې دښمنۍ د حکومت او قومونو په منځګړیتوب هوارې شوې او دا مهال په دره نور ولسوالۍ کې د ولس او اسلامي امارت ترمنځ ښه همکاري او همغږي شتون لري.

ارګ لیکلي، یادو مشرانو دغه راز سیاسي مرستیال ته په خپلو سیمو کې د برېښنا شبکې د پراختیا، د سړکونو رغولو، د منظور شوي روغتون د چارو د ژر پیل او د اوبو د مهارولو لپاره د بند جوړولو وړاندېزونه وسپارل.

دغه‌راز په بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم  مشرانو هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې حکومت دې په لرو پرتو سیمو کې پراختیايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت او قومونو تر منځ د واټن نشتون د روښانه راتلونکې ښکارندویي کوي.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د حکومت او ولسونو تر منځ د همکارۍ فضا رامنځ ته کړې ده او قومي جوړښتونه کولای شي چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره له مسؤولینو سره ښه همغږي رامنځته کړي.

ارګ لیکلي،  د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر په دره نور ولسوالۍ کې د ولسونو او په شمالي ولایتونو کې د ګوجر قوم د ستونزو حل مهم وباله او زیاته یې کړه چې پر شوو وړاندېزونو به غور وشي او اړونده ادارو ته به لازمې سپارښتنې وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.