لښکرګاه (پژواک ، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوبخان ښارګوټي کې یوه سوداګر سلګونو یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته وړیا ښوونځی جوړ کړی چې د لیلیې، ترانسپورټ، خوړو او روغتیایي مرکز اسانتیاوې هم لري.
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوبخان ښارګوټي کې د یوه ځايي سوداګر محمدعیسی عمري له لوري یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته وړیا ښوونځی جوړ شوی چې اوسمهال پهکې ۷۵۰ نجونې او هلکان پر زدهکړو بوخت دي.
یاد سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي د دغه ښوونځي د زدهکوونکو شمېر زرو تنو ته ورسوي.
هغه زیاته کړه: «زدهکوونکي مو ټول یتیمان او بېسرپرسته ماشومان دي، هغه یتیمان چې دلته مرکز کې اوسېږي شمېر یې ۵۰۰ تنه دی، سهار زمونږ د ترانسپورټ له خوا راوړل کېږي او ماذیګر یې بېرته کورونو ته وړي او هغه ماشومان چې د ولسوالیو دي د هغوی شمېر ۲۵۰ تنه دی، د هغوی لپاره دلته د لیلیې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي او په میاشت کې دوه ورځې خپلو کورونو ته ځي.»
نوموړي دغه راز وویل، په زدهکوونکو کې یې ۱۵۰ تنه یتیمې او بېسرپرسته نجونې هم شاملې دي.
ورته مهال، د یاد ښوونځي مدیر سید محمدالله هاشمي وویل، یاد ښوونځی چې تېر لمریز کال یې په فعالیت پیل کړی او د پوهنې له وزارت سره ثبت دی، په بشپړه توګه د دغه وزارت نصاب پهکې تدریس کېږي.
هغه وویل: «ټول پرسونل مو ۴۰ تنه دي چې ۱۰ تنه یې ښوونکي دي، دوه تنه سر ښوونکي دي او یو یې تدریسي مدیر دی، د نجونو په برخه کې یوه مدیره او شپږ تنه ښوونکې دي. مونږ دلته دینې زدهکړو لپاره ماشومانو ته یوه مدرسه هم لرو چې پنځه تنه ښوونکي لري، همدارنګه زدهکوونکو ته د سهار له خوا د انګلیسي ژبې او عصري زدهکړو زمینه هم برابره شوې ده، د ماسپښین له خوا دیني زدهکړې ورکول کېږي او د ناروغۍ پرمهال یې همدلته په روغتون کې په وړیا ډول درملنه هم کېږي.»
همدارنګه هاشمي زیاته کړي چې د لیلیې لپاره د هستوګنې ټولې اسانتیاوي په پام کې نیول شوي په وینا یې، د خوب ځانګړي ځای، منظم خواړه او د لوبو لپاره بېلابېل ځایونه په پام کې نیول شوي او نجونو لپاره بېلابېل د ښځنیه باتجربه ښوونکو له خوا هم درس ورکول کېږي .
نوموړي وویل، ټولو هغو زدهکوونکو ته چې د دغه ښوونځي په لیلیه کې اوسېږي، لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې دي او د درې وخته خوړو ترڅنګ د لوبو میدان هم لري.
په همدې حال کې هغه زدهکوونکي چې په دغه ښوونځي کې زدهکړې کوي خوښ دي.
د پنځم ټولګي زدهکوونکی لس کلن شریفالله چې د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي: «پلار نهلرم، ما د دې ارمان درلود چې زدهکړې وکړم، کله چې مې دلته زدهکړې پیل کړې، اوس مې انګلیسي ژبه هم لږ لږ زدهکړې ده او دیني درسونه هم وایم.»
د محمدسلیمان په نوم یو بل نهه کلن ماشوم چې د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي: «پلار مې شهید شوی دی، اوس دلته زدهکړې کوم، ډېر خوشحاله یم او د شپې له خوا دلته لیلیه کې اوسېږم، خواړه مو هم ښه دي، د خوب ځانګړی ځای لرو او د لوبو لپاره هم هر شی شته.»
ورته مهال، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین د یاد سوداګر له لوري د وړیا ښوونځي جوړول او یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته د زدهکړو د زمینې برابرول یو ښه ګام بولي او زیاتوي چې نور سوداګر او شتمن افغانان هم باید د پوهنې برخه کې دغه ډول اقدام وکړي.
د یاد ریاست رییس مولوي محمدعوض انصاري وویل: «موږ ترې مننه کوو چې په دغه ولایت کې په دومره لوی تعداد بېسرپرستو او یتیمو ماشومانو لپاره یې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده او له نورو ملي سوداګرو مو هم غوښتنه ده چې باید د بېسرپرستو ماشومانو زدهکړو او نورو برخو ته پام وکړي.»
د یادونې ده، د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ترمه سیمه کې هم یو شمېر ځوانانو د خپل کلي شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو ته په وړیا ډول د زدهکړو پروسه پیل کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP