کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): کابل کې د مس عینک کان د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو د ارزونې په موخه د جوړې شوې مشورتي ناستې ګډونوالو، له نړۍوالو معیارونو سره برابر د یاد کان پر استخراج او د هغه د منفي چاپېریالي اغېزو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د «دایرۀسبز» د چاپېریال ساتنې مشورتي استازي داکتر عبدالحلیم زریاب نن په کابل کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل دغه شرکت د مس عینک کان د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو د ارزونې په موخه یو راپور چمتو کړی دی.
دی وایي، د یاد راپور موخه د دغه کان د استخراج او نورو چارو د ترسره کولو پر مهال، د چاپېریال ساتنې او ټولنيزو اغیزو او نړۍوالو او ملي معیارونو، قوانينو او مقررو په پام کې نیولو سره، د داسې لارو چارو لټول دي چې د یادو اغېزو د کموالي لامل کېږي.
هغه وویل: «د مس عینک کان استخراج له ټولنیز او اقتصادي اړخه ښه تاثیرات لري، د ملي عوایدو د رشد، کارموندنې، د نړۍوال اعتماد د ډېرېدو، د ډېرې پانګونې د جذب، د بنسټیزو کارونو د ډېرېدو، د کانونو په برخه کې د مسلکي زدهکړې او مهارتونو د پراختیا، د کانونو په برخه کې د ټکنالوژۍ د رالېږد، په دولتي کچه د سترو پروژو د مديریت د تجربې د ډېرېدو، د امنيت ټينګښت او فقر د کمېدو لامل ګرځي.»
د ده په وينا، د کان کیندنې پر مهال، د کان په شاوخوا سيمو کې د ځمکې د سر او ځمکې لاندې پر اوبو، خاورې، په سيمه کې پر شته بوټو، وحشي ژوو، د زبالو د تولید په پایله کې د اقليمي بدلونونو، د سيمې پر ظاهري بدلون، تاريخي اثارو، د هوا کیفيت، ترانسپورټ، ټولنه او اقتصاد باندې د اغیزو ارزونه کړې او په دې برخه کې اړين وړاندیزونه لري.
زریاب وویل: «که د مس عینک کان اړوند چينايي شرکتونه په یادو برخو کې ملي او نړۍوال معیارونه، قوانين او مقررې په پام کې ونيسي او په ښه ډول يې عملي کړي، نو د یاد کان د استخراج پر وړاندې هېڅ ستونزه نه ليدل کېږي.»
ده زیاته کړه، که د یاد کان کېندنې په نړۍوالو معیارونو ترسره شي د منفي چاپېریالي اغیزو مخه به یې ونیول شوي او اقتصادي ګټې به ولري.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس انجنیر حميدالله حبيبي هم په نننۍ ناسته کې وویل، د مس عینک د اول تړون اکتشافي چارې تر ډېره بريده پای ته رسېدلي.
هغه وایی چې امسيسي کمپنۍ به د افغانستان د چاپیریال ساتنې له قوانينو، د نړۍوال بانک د ټولنیزو مسایلو او چاپېریال ساتنې له پالیسیو او د نړۍوال مصوونیت او بشري پالیسيو له داوطلبانه اصولو پيروي کوي.
حبيبي وویل: «یو شرط دا هم په قرارداد کې لیکل شوی او کمپنۍ له موږ سره تعهد لري د امسيسي کمپنۍ دا موافقه لري چې که په راتلونکي کې د کانونو او پټروليم وزارت په قوانینو او مقرراتو کې کوم نوي او یا بديل سټنډرډونه وړاندې کېږي، له هغو څخه هم پيروي کوي.»
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال ډاکټر زينالعابدین عابد وویل چې د مس عینک له کان سره د ټولو افغانانو هیلې تړلې دي او د هرې اړوندې ادارې د متخصصینو مکلفیت دا دی چې دغه راپور په پوره دقت سره وګوري او خپل وړاندیزونه ورسره شريک کړي.
هغه وویل: «خدای مه کړه چې د دې پروژې په پلي کېدو سره زموږ چاپيریالیز او ایکو سېسټمونه تخریب نه شي از زموږ خاوره او هوا زیانمنه کړي.»
د مس عنیک کان د شرکت تخنيکي مرستیال شيونګ په نننۍ ناسته کې وویل: «د امسيسي شرکت په نړۍوال معیار ماشنيري او کارکوونکي لري، اړینه ده چې د کان د استخراج تر چارو وړاندې پر چاپېریال د اغېزو ارزونه بشپړه کړي او د دې کار لپاره مو د دایره سبز له یوه شرکت سره تړون کړی څو دغه چارې په ښه ډول ترسره شي.
هغه زیاته کړه، امسيسي چین کې مس او ځینو نورو کانونو د کیندنې برخه کې یو مخکښ شرکت دی او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې سترې پروژې پلې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د مسعینک کان – چې د څه باندې ۱۱ میلیون ټنو مسو د شتون اټکل پکې شوی – د استخراج تړون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له یوې چینايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسليک شوى دى.
د یاد کان په سیمه کې کیندنې شوې او یوازې په ۱۳۹۹ کال کې هلته ۳۱۰۰ تاریخي اثار موندل شوي؛ خو د کان اړوندې چارې ډېرې ورو پر مخ تلې او تر اوسه یې د استخراج چارې پیل شوې نه دي خو د روان کال وږي میاشت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د مسعینک کان په نړۍواله کچه د مسو دویم تر ټولو لوی کان دی.
د مسعینک کان قراردادي کمپنۍ له دې مخکې ویلي وو چې د عینک له سيمې د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه د کانکېندنې چارې پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP