هرات (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): هرات کې یو شمېر کروندګر د اندېښنې په څرګندولو وايي، سږ کال دغه ولایت کې د نباتي ناروغیو له امله د کونځلو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د هرات په ګذره ولسوالۍ کې یوه کروندګر فېروزاحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال دغه ولایت کې د نباتي ناروغیو له امله د تېرو کلونو په پرتله د کونځلو حاصلات کم شوي دي.
نوموړي د دغه ولایت د کرنې له ریاسته وغوښتل چې له نباتي افتونو سره د مبارزې برخه کې اقدام وکړي، له کروندګرو ملاتړ وکړي او هغوی ته پر وخت د اړتیا وړ درمل ورکړي.
د هرات د انجیل ولسوالۍ یو بل کروندګر عبدالقیوم هم د تېر کال په پرتله د کونځلو د حاصلاتو له کموالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، له حکومته یې غوښتنه دا ده چې د کونځلو کښت پر مهال کروندګرو ته روزنیزې دورې برابرې کړي او هغه درمل چې له نباتي افتونو سره د مبارزې لپاره کارول کېږي، وروپېژني څو راتلونکي کې کروندګر له ستونزو سره مخ نهشي.
هغه څرګنده کړه، که سږ کال یې ځمکې ښه حاصل ورکړی وای، ممکن تر ۲۰۰ کیلو کونځلې یې راټولې کړي وای خو د نباتي د افتونو له امله یې تر اوسه ۲۰ تر ۲۴ کیلوګرامه کونځلې راټول کړي دي.
نوموړي چې په خپله کرونده کې یې د نباتي افتونو مخنیوي لپاره درمل هم کارولي خو بیا هم د هغه په خبره، ډېره نتیجۀ یې نه ده ورکړې او حاصلات یې له منځه تللي دي.
بلخوا، هرات کې د کرنیزو چارو کارپوهان پر دې باور دي چې دغه ولایت کې نوي نباتي افتونه د حاصلاتو د کموالي لامل شوي دي.
د غلام محبوب زیارتجایي په نوم یو کارپوه وايي، هیلهمن دی چې د هرات د کرنې ریاست او د کرنې وزارت په دې برخه کې اړین ګامونه پورته کړي څو کروندګر راتلونکو کلونو کې زیان ونه ویني.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم مني چې دغه ولایت کې د کونځلو حاصلات کم شوي او دې بوټي ته افتونه رسېدلي دي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمدنسیم سحر پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال دغه ولایت کې پر ۹۸۷ هکتاره ځمکه کونځلې کرل شوي دي.
د هغه په خبره، سږ کال دغه ولایت کې د کونځلو حاصلات کم شوي دي.
د هرات د کرنیزو چارو امر وویل چې د یاد بوټي د حاصلاتو د کموالي اصلي لامل د اقلیم بدلون، وروستي بارانونه او یو ډول د بوټي نوی مرض دی چې د یادې ادارې د متخصصینو له لورې څېړل شوی او دې برخه کې کروندګرو ته اړینې لارښوونې هم شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د کروندګرو ملاتړ او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرول يې د ادارې له لومړیتوبونه څخه دي او دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
دا په داسې حال کې ده چې هرات کې د کونځلو بوټی په طبیعي غوړیو کې د کارېدنې او د دغه ولایت په داخلي بازارونو کې د پلور په موخه کرل کېږي چې د پوهانو په وینا، د کونځلو غوړي د دیابت، کمخونۍ، د مفصلونو دردونو او هډوکو قوي کېدو لپاره موثر دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP