کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق له لومړي وزیر سره لیدنه کې ویلي چې سیمه په یوه خطرناک وضعیت کې ده او د سیمې ټول هېوادونه باید پر غزه او لبنان د اسرائیل د تیري او جنایاتو د درولو لپاره هڅه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په بغداد کې د عراق د لومړي وزیر محمدشیاع السوډاني سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي: «هغه (عراقچي) بیروت او دمشق ته خپل سفر کې او دغه راز د ګاونډیو هېوادونو له ځینو چارواکو سره وروستیو لیدنو ته په اشاره ټینګار کړی چې سیمه په یوه خطرناک وضعیت کې ده او د سیمې ټول هېوادونو باید په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو او پر لبنان د نظامي تیري د درېدو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.»
په همدې حال کې، سرچینې د السوډاني له قوله لیکلي چې هغه د اسرائیل پر وړاندې د فلسطین او لبنان له خلکو د عراق پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «د عراق لومړي وزیر هم په دې حساسو شرایطو کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې د یوې بشپړې جګړې کندې ته د سیمې غورځېدو د مخنیوي برخه کې د نړۍوالې ټولنې جدي اقدام ته اړتیا ده.»
عباس عراقچي پر اسرائیل د ایران له توغندیز برید وروسته لبنان، سوریې، سعودي عربستان او قطر هېوادونو ته سفر کړی او په منځني ختیځ کې یې د کړکېچ په اړه خبرې اترې پیل کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن