خوستښار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو مرستيال وايي چې تېر کال د هېواد په کچه د خلکو او قومونو ترمنځ څه باندې ۴۰۰ شخړې هوارې شوې دي.
نوموړي دغه څرګندونې په خوست کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو هغې غونډې ته په خبرو کې وکړې چې د نظام د ثبات، د ولس د يووالي او انسجام په موخه جوړه شوې وه.
د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو مرستيال محمدعلي جان غونډې ته وويل، د دوی هڅه دا ده څو هغه ستونزې چې د قومونو ترمنځ د تېرو انقلابونو او خپلمنځي جګړو په پايله کې رامنځته شوې، حل کړي.
نوموړي وويل، په تېر يو کال کې يې د هېواد په کچه سلګونه وړې او غټې شخړې چې د قومونو ترمنځ د بېلابېلو موضوعاتو له امله رامنځته شوې وې، حل کړې دي.
دی وايي: «موږ په ۱۴۰۲ کال کې څه د پاسه ۴۰۰ شخړې چې هغه اکثريت يې د قتلونو چې حتا سلګونه کسان په کې وژل شوي حل کړې، دا موږ يوازې د تېر کال احصايه لرو، اما د نوي کال خو موږ الحمدالله بهير ډېر ګړندی شوی او دوه چنده زياتې ستونزې موږ حل کولی شو او حل کړې مو هم دي.»
په همدې حال کې، د دغه ولايت قومي مشران هم وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ډېرو ولايتونو او سيمو کې د قومونو او خلکو ترمنځ خپلمنځي شخړې او دښمنۍ حل او فصل شوې دي.
دوی پژواک ته په خبرو کې د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې دغه بهير نور هم ګړندی کړي.
يوه قومي مشر مختارالدين جلالزي پژواک ته وويل: «رښتيا خبره دا ده چې امارت اسلامي په اوسنيو وختونو کې د ولس ترمنځ ټولنيزو ستونزو ته ډېره توجه کړې ده او دا ډېره موثره هم تمامه شوې ده، د ډېرو خلکو په منځ کې شخصي بدۍ په دوستۍ بدلې شوې دي او دا کړنلاره ډېره ګټوره ده.»
يو بل قومي مشر اغاجان بيا وويل چې دغه کار يوازې په حکومت نه ترسره کېږي، په کار ده چې ولس هم ورسره همکار شي.
هغه وايي: «که قومونه او مشران واقعي خدمت ته ملا وتړي او په صداقت سره، نو انشاالله ټول مشکل به حل کېږي، که قومونه او امارت سره يو لاس شي، هر څه به سم شي.»
دې غونډې ته يو شمېر نورو قومي مشرانو بيا په خپلو خبرو کې وويل، د موجوده نظام د پايښت لپاره مهمه دا ده چې د حکومت مشران د خلکو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت ځان ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP