Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

خوست کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

author avatar
15 Oct 2024 - 17:45
خوست کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
author avatar
15 Oct 2024 - 17:45

خوست ښار (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): خوست کې د ګنجينه په نوم د کورنيو محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو سلګونه قلمه کورني محصولات په ۱۳۵ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي.

مسوولين او صنعتکاران وايي، د دغه نندارتون د جوړېدو اساسي موخه کورنيو محصولاتو ته بازارموندنه ښودل شوې.

پانګه‌‌والو او صنعتکاران د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره دا ډول نندارتونونه مهم بولي او د لا دوام غوښتنه يې کوي.

يوه صنعتکار محمدشفيع احمدزي پژواک ته وويل: «دغسې نندارتونونه د داخلي توليداتو لپاره ډېر مهم دي، ځکه موږ خلکو ته ښودلی شو چې دا د وطن توليد دی او ګټه ترې اخيستلای شي.»

د صنعتکارانو په وينا، حکومت بايد د هغو موازي بې‌کيفيته محصولاتو مخه ونيسي چې له ګاونډيو هېوادونو وارديږي.

يو بل صنعتکار حاجي نادرشاه وايي: «موازي توليدات چې زموږ همسايه ګان کوي بې کيفيته دي، موږ سره په رقابت کې ډېره ارزانه راوړي او د زموږ د روغو او باکيفيته محصولاتو پر وړاندې خنډ ګرځي.»

په همدې حال کې د خوست مرستيال والي محبوب‌شاه قانت د ياد نندارتون د پرانیستې پر مهال له پژواک اژانس سره په خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د بهرنيو محصولاتو پر ځای له خپلو کورنيو محصولاتو ګټه واخلي.

هغه په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې حکومت د پانګه‌والو او صنعتکارانو لپاره د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو لپاره ژمن دی.

ده وويل: «دلته سراسر په افغانستان کې ډاډمن امنيت برقرار دی، هر سرمايه ګذار کولای شي د افغانستان په هر ګوټ کې سرمايه ګذاري وکړي او پانګه استعمال کړي، د دوی سر او مال ان‌شاالله په امن کې دی.»

مرستيال والي همدا ډول وويل چې په ډېر لنډ وخت کې به د دغه ولايت په صنتعي پارک کې د دوه سوه ميليون افغانيو په لګښت پروژې پيل شي او دغه پارک به د پانګه‌والو او صنعتکارانو په واک کې ورکړل شي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې شاوخوا شپږ زره قلمه بېلابېل محصولات توليديږي او لا هم د ډېرېدو په حال کې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.