Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې سږ کال د وریجو حاصلات ډېر شوي

پلخمري (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د بغلان د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د وریجو حاصلات ډېر شوي خو کروندګر بیا شکایت کوي چې د دغه محصول بیه ټيټه ده.

د بغلان ولایت د کرنې ریاست د تخمونو د ترویج څانګې مسوول عبدالله نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله ډېرې شولې کرل شوې وې چې په حاصلاتو کې یې هم ۱۲ سلنه ډېروالی اټکل شوی دی.

هغه وویل، تېر کال له ۲۴ زره او ۷۴۵ هکتاره ځمکې څخه ۱۰۴ زره او ۱۳۹ مټریک ټنه وریجې ترلاسه شوی وې، خو سږ کال بیا پر۲۷ زره او۵۹۰ هکتاره ځمکه شولې کرل شوې چې ۱۱۸ زره او ۶۴۵ مټریک ټنه حاصلات به ور څخه ترلاسه شي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال که څه هم د تېر کال په پرتله شولې ډېرې کرل شوې وې خو کروندګرو ته د اصلاح شوو تخمونو ورکولو ترڅنګ، په خپل وخت د کیمیاوي سرې د کارونې او اضافي مضره بوټو د لرې کولو په اړه هم کروندګرو ته لازمې مشورې ورکړل شوې چې د حاصلاتو د ډېروالي لامل شوې.»

ورته مهال، د دغه ولایت د ډنډې‌غوري ولسوالۍ د ساقي کلي اوسېدونکی ګل‌عالم وایي، سږ کال د شولو کښتونه د تېر کال په پرتله ښه دي او په خبره یې لامل یې د اوبو ډېروالی او د موسم ګرموالی دی.

هغه وايي، سږ کال د وريجو بیه په بازار کې د تېر کال په پرتله تېټه ده.

هغه وویل: «تېر کال مې له یو جریب  ځمکې ۱۳۰ منه وریجې ترلاسه کړې وې خو سږ کال چې تازه مې لو پیل کړی، له یو جریب ځمکې څخه د ۱۴۵ منه وریجو د حاصل امکان شته خو بازار بیا ډېر خراب دی.»

نوموړي زیاته کړه، تېر کال دغه مهال یو من (اووه کیلوګرامه) وریجې په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېدې خو سږ کال چې تراوسه یې حاصلات هم په بشپړه توګه نه دي را ټول شوي، یو من یې په ۳۰۰ افغانۍ دی.

د یادونې وړ ده چې بغلان د هېواد په شمال کې له کندوز وروسته دویم لوی کرنیز ولایت دی چې شولې او غنم یې مهم کرنیز پیداوار دي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.