ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل ښار کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

author avatar
15 Oct 2024 - 20:03
کابل ښار کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
author avatar
15 Oct 2024 - 20:03

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې څلورو مجرمینو ته د نامشروع اړېکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې به خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون جزا دېوان د پرېکړې پهاساس دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم د محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچېنې لیکلي، د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان د يادو مجرمينو له ډلې دوه تنه پر ۲ ـ ۲ کاله تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزااو دوه نور مجرمين پر يوـ یو کال او شپږ شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۲۵ ـ ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.