Language

ایران کې د افغانانو د مرګ‌ژوبلې راپورونه؛ مجاهد: د موضوع تر روښانتیا وروسته به تصمیم ونیول شي

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): اسلامي امارت وایی، په رسنیو کې د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د ګنګوسو په اړه معلومات نه دي کره شوي او تر روښانتیا وروسته به په دې په اړه لازم تصمیم ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران د بشري حقونو سازمان  “حال‌وش” ادعا کړې وه چې د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی، خو دغه څرګندونې تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي‎: «نن چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او زخمي کيدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت بيلابيل ارګانونه او دیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي.»

ده لیکلي، دا چې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي او د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.