پلعلم (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت په څرخ او محمداغه ولسوالیو کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د څرخ ولسوالۍ په ډبر سیمه کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه سربند د جوړېدو چارې پیل شوې.
نوموړي زیاته کړه: «یاده پروژه کې د اوبو یو سربند د ۳۶ متره په اږدوالي او ۷ متره په لوړوالي، همدارنګه ۷۴ متره په اوږدوالي د یو کانال بیارغونه او د ۲۱۰ متره په اوږدوالي د اوبو یو استنادي دیوال جوړول شامل دي.
دغهراز د کرنې ریيس زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) له لوري د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار سیمه کې د یوه کارېز د بیارغونې چارې پيل شوې.
هغه زیاتوي، یادې پروژې به په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړې شي او شاوخوا څلور سوه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
د محمداغې ولسوالۍ یوه کروندګر رسول خان پژواک ته وویل چې په سیمه یې د یوه کاریز د بیا جوړولو چارې پيل شوې.
هغه خوښي وښوده چې د دغه کاریز په جوړېدو سره به ډېرې ځمکې خړوبې او د اوبو د کموالي ستونزه به حل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن