ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حال‌وش: ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال وژلي

حال‌وش: ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال وژلي

author avatar
16 Oct 2024 - 10:02
حال‌وش: ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال وژلي
author avatar
16 Oct 2024 - 10:02

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د ایران د بشري حقونو سازمان "حال‌وش" ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی دی.

حال‌وش وایي، سرچینو مخکې ورته ویلي وو چې د ایران سرحدي ځواکونو د کلګان په سرحدي سیمه کې پر هغو افغان کډالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي.

سرچینې ویلي و چې په دغو ډزو کې لسګونه افغانان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

حال‌وش تېره شپه د هغو دوو افغانانو له قوله چې د ګلکان په سرحدي سیمه کې د خپلو هېوادوالو د وژنې شاهدان وو، لیکلي چې په دغو ډزو کې ۲۶۰ افغان کډوال وژل شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.