ژبه

د حال‌وش ادعا: ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال وژلي

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د ایران د بشري حقونو سازمان "حال‌وش" ادعا کړې، د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی، خو دغه څرګندونې تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.

حال‌وش وایي، سرچینو مخکې ورته ویلي وو چې د ایران سرحدي ځواکونو د کلګان په سرحدي سیمه کې پر هغو افغان کډالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي.

سرچینې ویلي و چې په دغو ډزو کې لسګونه افغانان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

حال‌وش تېره شپه د هغو دوو افغانانو له قوله چې د ګلکان په سرحدي سیمه کې د خپلو هېوادوالو د وژنې شاهدان وو، لیکلي چې په دغو ډزو کې ۲۶۰ افغان کډوال وژل شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نورو سرچینو هم تر اوسه دغه خبر نه دی تایید کړی.