Language

د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام مقدماتي سیالیو کې لوبېږي

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد له ۱۷ کلونو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه کمبودیا ته تللې ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې په دغو سیالیو کې افغان لوبډله په B ګروپ کې له بنګله‌دېش، کمبودیا، فلیپین او ماکایو سره لوبېږي.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه پرون کمبودیا ته لاړه.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه له فلیپین سره ترسره کړي.

دغه راز، یادې سیالۍ به د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۹مې د همدې میاشتې تر ۲۷مې پورې د کمبودیا په کوربه‌توب ترسره شي.