Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۷،۵ میلیون ډالرو په ارزښت انجه او زعفران بهر ته صادر شوي

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستانه د ۷۷،۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت انجه او زعفران بهر ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد یادې څرګندونې نن په یوه ویډیویي کلیپ کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستانه د ۵۷ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۱۷ ټنه انجه بهر ته صادر شوې ده.

هغه زیاته کړې، یاده اندازه انجه هندوستان، ازبکستان، امریکا، متحده عربي اماراتو او ایران ته صادر شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي چې دغه راز په یاده موده کې د ۲۰،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه زعفران هم بهر ته صادر شوي دي.

د جواد د معلوماتو له مخې، یاده اندازه زعفران هند، هسپانیا، سعودي، امریکا، متحده عربي اماراتو، فرانسې، المان او انګلیستان ته صادر شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.