کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو راپورونو په اړه، یوناما او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي غبرګونونه ښودلي او په دې تړاو یې د بشپړې او رڼې پلټنې غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران د بشري حقونو سازمان "حالوش" ادعا کړې وه چې د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی، خو دغه څرګندونې تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې په دې اړه د راپورونو د پلټنې په موخه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی چې د د دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازي په کې ګډون لري.
په افغانستان کې د ملګرو سیاسي استازولۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «یوناما د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۵ نیټې پورې د ایران د سیستان ولایت، د کلاګان په سرحدي سیمه کې د پیښې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي چې د ادعاوو له مخې د افغان مهاجرینو پر یوې لویې ډلې ډزې شوي چې په پایله کې یې افغان مهاجرینو ته مرګ ژوبله اوښتې.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP