کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې او د یاد وزارت سرپرست د هدايت پر اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې او د یاد وزارت سرپرست سراجالدين حقاني د هدايت پر اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي.
هغه دغه راز زیاته کړې، هیڅوک اجازه نه لري چې د بې جوازه تورو ښيښو موټر وګرځوي او غيرمعمولي هارنونه وکاروي.
قانع زیاتوي، لکه څرنګه چې د ترافيکو پوليس د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د دغه ډول وسايطو د تګ راتګ مخه نيسي، په همدې اساس هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې په ښارونو کې دغه ډول موټر وګرځوي او بېځايه هارنونه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د امنيتي ځواکونو اړوند پوستو ته سپارښتنه شوې، څو د هغوی غیر معمولي هارنونه بند، تورې ښيښې ورته سپينې او قانوني چلند ورسره وکړي.
د قانع د معلوماتو له مخې، د پوليسو له خوا په تېر یوه کال کې د ۳۵۰۰ موټرو تورې ښيښې سپينې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP