ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل او خوست ولایتونو کې ۱۴ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

په کابل او خوست ولایتونو کې ۱۴ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي چې په کابل او خوست ولایتونو کې ۱۴ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، د یادې محکمې په انګړ کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او دوو کسانو ته د لواطت په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچينې لیکلي، لومړنۍ محکمې څلور مجرمين پر يوه ـ یوه کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا، دوه متهمين پر يوه ـ يوه کال او درې ـ درې میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

دغه راز سترې محمکې نن پر خپله اېکس پاڼه په یو بل خبر کې ویلي چې د خوست ولایت د ښاري ابتدایه محکمې د عامه امنیت دېوان د پرېکړې په اساس اتو کسانو ته د رشوت، جعلکارۍ او فریبکارۍ په جرمونو نن «پنجشنبه» په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچینې زیاته کړې: «ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې شپږ مجرمين پر یوه ـ یوه کال تنفیذي بند او ۳۵ ـ ۳۵ دُرو تعزیري سزا، اووم مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا او وروستی مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړل.»

سرچینې لیکلي، د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رییس مولوي محمد مدني، د ښاري ابتدائيه محکمې رییس مولوي نقیب الله ذاکر، قضایي او نظامي منسوبینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبیق شو.

د یادونې ده، تېره ورځ په خوست او لغمان ولایتونو کې هم شپږو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.