Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د درې فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل ښار کې د درې فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې

author avatar
17 Oct 2024 - 09:51
کابل ښار کې د درې فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې
author avatar
17 Oct 2024 - 09:51

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د کابل ښار په ۲۰مه ناحیه کې د ۲۷،۲ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالۍ تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته د شلمې ناحیې د شپږم، اووم او اتم ګذر اړوند په ګلباغ سیمه کې د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.

سرچینې زیاته کړې، په شپږم ګذر کې د ۴۵۰ متره په اوږدوالي، په اووم ګذر کې د ۵۰۰ متره په اوږدوالي او په اتم ګذر کې له تيږو جوړ د ۴۱۰ متره په اوږدوالي سړکونو چې له اووه تر اته مترو پورې سور لري، د لښتیو، استنادي دېوالونو او کوچنیو پلونو په ګډون یې د جوړولو چارې په ټولیزه توګه د ۲۷،۲ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

ورته مهال، د شلمې ناحیې اوسېدونکو د یادو سړکونو په جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې اوس‌مهال یې د خاورو او خټو له امله ګڼې ستونزې هوارې شوې او ټولنیزو اسانتیاوو ته یې لاسرسی موندلی دی.

دغه راز، هغوی ژمنه وکړه چې د نوو سړکونو او نورو ښاري تاسیساتو د ساتنې برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.