Language

۱۵ افغانان د پاکستان د پولیسو له بنده ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۳): د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، په دغه ښار کې د پاکستاني پولیسو له بنده د ماشومانو په ګډون ۱۵ افغان کډوال خوشي شول.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د جنرال‌ قونسل په هڅو د پاکستان د کراچۍ ښار د مچکو حوزې د پولیسو له بنده د ماشومانو په ګډون ۱۵ افغانان ازاد شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه افغانان چې لس کسانو یې د کډوالۍ کارتونه درلودل او پنځو نورو یې قانوني اسناد نه درلودل، له دې مخکې چې زندان ته ولېږدول شي، د پر وخت هڅو په پایله کې د پولیسو له بنده خوشې او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.