Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې ۶۰ روغتیایي مرکزونه په کرایي کورونو کې فعالیت کوي

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ودانیو د کمښت له امله ۶۰ روغتیایي مرکزونه په کرایي کورونو کې فعالیت کوي.

د اروزګان د عامي روغتیا ریاست مرستیال ملا فتیح‌خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په ګډون په ټولو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونو ته د دولتي ودانیو د کمښت له امله شخصي کورونه په کرایه نیول شوي دي.

هغه وویل: «زموږ ۶۰ کلینیکونه اوس هم په کرایي کورونو کې فعال دي چې په هغو کې د اړتیا وړ خدمات نه شي وړاندې کېدلی، کوم وخت چې کومې مرستندویه ادارې ته له یادو مرکزونو سره د مرستې غوښتنه کوو نو هغوی د همدې امله په یادو روغتیایي مرکزونو کې د اوبو او برېښنا سیسټمونو ترڅنګ د نورو خدماتو پلي کولو ته زړه نه ښه کوي.»

نوموړي وویل، که څه هم د اسلامي‌امارت له راتګه تر دې مهاله د یو شمېر مرستندویه ادارو له خوا ۱۷ روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

د یادولو ده، اوس مهال په اروزګان ولایت کې ۱۱۶ روغتیایي مرکزونو فعالیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.