Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې به سږ کال نږدې ۴۰۰۰ ټنه ګوړه تولید شي

ننګرهار کې به سږ کال نږدې ۴۰۰۰ ټنه ګوړه تولید شي

author avatar
19 Oct 2024 - 15:22
ننګرهار کې به سږ کال نږدې ۴۰۰۰ ټنه ګوړه تولید شي
author avatar
19 Oct 2024 - 15:22

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې پر ۱۹۲۱ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې ټاکل شوې ۳۹۵۰ ټنه ګوړه به ترې تولید شي.

مسوولین وايي، د ګنیو نیمايي حاصلات د هغو د بیا کښت او د تازه شربت او ګنډېريو لپاره پرېښودل کېږي او له نیمايي یې ګوړه جوړېږي.

بلخوا، په دغه ولايت کې کروندګر او د ګڼيو د تولید کارخونو (ګاڼيو) مالکان وايي چې تېر کال ګوړې ښه بازار نه درلود نو ځکه سږ کال له وخت مخکې د ګوړې تولید پیل شوی دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي محمدولي محسن پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې پر ۱۹۲۱ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي دي.

هغه زياته کړه: «په لعلپورې، ګوشتې، کوز کونړ، کامې، بټي‌کوټ، بهسود او سره‌رود ولسواليو کې ګني کرل شوي، تېر کال موږ ۸۳ زره او ۸۱۲ ټنه حاصلات درلودل خو سږ کال ګني يو څه کم کرل شوي، حاصلات يې هم ۸۲ زره او ۵۰۰ ټنه اټکل شوي چې راټول به شي.»

د کرنې رییس د معلوماتو له مخې، له سږنيو ګنيو به ۱۸ زره او ۵۰۰ ټنه د راتلونکي کال د کښت، ۲۴ زره او ۵۰۰ ټنه د تازه شربت او ګنډېريو د پلور او له پاتې ۳۹ زره او ۵۰۰ ټنه ګنیو به ګوړه تولید شي.

دی وایي، د ګوړې تولید پيل شوی او د دغه ولايت په مختلفو سیمو کې د ۱۴۰ په شاوخوا کې د ګنيو ګاڼۍ جوړې شوې او په ځينو سيمو کې سږ کال نوې ګاڼۍ هم جوړې شوې دي.

د ننګرهار کامه يوه له هغو ولسواليو ده چې ګني او ګوړه یې ډېره مشهور دي؛ همدا اوس هم له کابل او ځينو نورو ولايتونو ننګرهار ته ورتلونکي سيلانیان د کامې د ګوړې او ګنيو خوړو او لیدو ته ورځي.

په دې ولسوالۍ کې کروندګر او د ګاڼيو مالکین وايي چې تېر کال د ګوړې بازار ډېر ښه و؛ ځکه خو یې سږ کال تولید له وخت مخکې پيل شوی دی.

د کامې ولسوالۍ د کندي کلي يو اوسېدونکي سنک خان چې پر خپله دوه جریبه ځمکه يې ګني کرلي، وايي، د تېر کال په پرتله يې حاصلات ښه دي او د دې ترڅنګ سږ کال د ګوړې تولید هم له وخت مخکې پيل شوی دی.

نوموړي زیاتوي: «خلکو سږ کال ډېر ګني کرلي، ډېر حاصل هم لري، ګاڼیو هم خپل فعالیت پر وخت شروع کړی، د دې لپاره چې د ګوړې نرخ لږ ګران دی.»

نوموړي له حکومتي ادارو وغوښتل چې د تېر کال په څېر دې سږ کال هم پر پاکستانۍ ګوړه ټکس لوړ کړي څو ګوړه یې ښه بازار او نرخ ولري.

دغه راز، د ګوړې يوې ګاڼۍ مالک عبدالقيوم پژواک ته وويل، له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د ګوړې ګاڼۍ جوړه کړې چې هم دی ګټه ترې ترلاسه کوي او هم يې څو نورو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی ولي‌جان چې په ماشوموالي کې یې د غربت له امله په ګاڼۍ کې کار کولو ته اړ شوی وايي، تر نورو کارونو ورته دا ځکه اسانه دی چې کارونه يې ډېر درانه نه دي او ورځ‌مزدوري هم مناسبه ورکول کېږي.

د يادولو ده، پخوا له پاکستانه ننګرهار او د هېواد نورو ولايتونو ته ګوړه راوړل کېده خو اوس یې تر ډېره مخه نیول شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.