Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نغلو کې د لس ميګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې بشپړې شوې

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د ۷.۶ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددغې پروژې پرانیست غونډې مراسم نن د کابل په سروبي ولسوالۍ کې جوړ شوي وو.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند قاري مطیع الله عابد په نننۍ غونډه کې وویل، د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د لومړي ځل لپاره د افغان انجنیرانو له لوري سروې، ډیزاین او بشپړه شوه.

دی وايي، په دغه پروژه کې یوه خصوصي داخلي شرکت ۷،۶ میلیون امریکايي دالره پانګونه کړې او چارې یې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

دی زیاتوي، دغه پروژه به کابل او ننګرهار کې لس زره کورنیو ته برېښنا ورسوي او د کابل صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه به هم ورسره تر یوه بریده هواره شي.

د هغه په خبره، د یادې پروژې د کار په لړ کې ۲۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او ۵۰۰۰ کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په دغه غونډه کې وویل، اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې په لږو امکاناتو په بېلابېلو برخو کې زیات کار کړی.

دی وایي، دغه وزارت خپله پاملرنه د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې کورنیو سرچینو ته ډېره کړې او په پام کې لري چې د هېواد په زیاترو ولایتونو کې د نوي کېدو وړ انرژۍ پروژې پلې کړي.

هغه زیاته کړه، یو داخلي شرکت غواړي ننګرهار، لوګر، خوست، کابل او پروان کې د څه باندې ۲۲۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پلې کړي.

د منصور د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال د وارداتي او له داخلي سرچینو تولید شوې ۹۰۰ مېګاواټه برېښنا استعمالوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د امریکا له لوري اسلامي امارت ته د نغدي ډالرو ورکړه رد کړه او ویې ویل چې زیاتره رغنیزې پروژې له داخلي بودیجې پلې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې تلې میاشتې په ۱۷ مه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۷۷ ترکي او زولرستان داخلي شرکتونو د ۱۸ میلیون ډالره په پانګونې د ۲۲،۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.