Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان پلاوي له دوو چیني شرکتونو افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، پلاوي یې په چین کې د دغه هېواد له دوو شرکتونو غوښتي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

تېره اونۍ د کانونو او پټرولیم وزارت د ارشد سلاکار وحیدالله حلیمي په مشرۍ یوه پلاوي د کاني سرچینو استخراج او «د ښه راتلونکي لپاره د همکارۍ زیاتولو کنفرانس» کې د ګډون په موخه چین ته سفر ته کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت پلاوي په چین کې سپیک (CAPEIC) او یلو ریور (Yellow River) کمپنیو له استازو سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د نفت او ګازو زېرمو د ارزښت، پانګونې او نورو بېلابېلو برخو باندې خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، د کانونو وزارت پلاوي ‎چیني پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه او په یادو برخو کې یې ورسره د هر ډول قانوني همکاریو ژمنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.