Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل - جلال‌اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان دي.

د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی پژواک خبري اژانس ته وویل، نن ماښام شاوخوا اووه د کابل جلال‌اباد پر لویه لار، دلغمان اړوند سر کونډو بابا سیمه کې،  یو بکسه موټر د بې احتیاطۍ له امله چپه شوی دی.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

یوسفزی وایي چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.