Language

هېواد کې د څه باندې ۳۱ زره حرفوي کسانو په ګډون ۶۲ زره سوالګر ټول او ثبت شوي

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په ټول هېواد کې تر دې مهاله ۶۲ زره ۱۹۳ سوالګر ټول شوي چې ۳۱ زره ۱۲۶ يې حرفوي پېژندل شوي دي.

د رياست‌الوزرا د اقتصادي معاونيت له لوري نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې په لسو ولايتونو کې ۶۲ زره ۱۹۳ سوالګر ټول او ثبت شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې ۵۸ زره ۸۴۱، ننګرهار کې ۱۳۲۷، پکتيا کې ۱۲۷، لغمان کې ۲۰۸، پروان کې ۳۵، هرات کې ۱۰۷۰، خوست کې ۴۰۳، نيمروز کې ۲۷، فارياب کې ۸۰ او په سمنګان ولايت کې ۱۶۰ سوالګر ټول او د ثبت پروسه یې بشپړه شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي چې په ياد شمېر کسانو کې ۲۷ زره ۷۱۵ یې مستحق دي او پاتې ۳۱ زر ۱۲۶ يې د حرفوي سوالګرو په توګه پېژندل شوي دي.

بلخوا، د کابل په بادام‌باغ کې د سوالګرو ټولولو مرکز مشر سيدمحمد اکبر همدا تېره اونۍ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، تر اوسه يې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۵۷ زره ۸۴۱ سوالګر راټول کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې شمېر کې ۳۷ زره ۳۱۱ نارینه او ۲۱ زره ۵۳۰ ښځینه شاملې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سوالګرو له ډلې ۲۸ زره ۷۱۵ کسان مستحق سوالګر ګڼل شوي، په داسې حال کې چې ۳۱ زره ۱۲۶ کسان حرفوي سوالګر ثبت شوي دي.

هغه زیاتوي چې د دغو سوالګرو د تنظیم او بیا ځای پر ځای کولو لپاره یې یو شمېر اقدامات ترسره کړي چې په دې لړ کې ۱۴۴۰ ماشومان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د مرستې او زده‌کړې لپاره ور پېژندل شوي او ۱۳ زره ۷۸۱ سوالګر سره میاشتې ته د بېړنیو مرستو لپاره ور پېژندل شوي دي.

 همدارنګه، درې زره ۱۴۲ کسان اقتصادي معاونیت ته ورپېژندل شوي چې هر یوه ته د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ د مرستې په توګه ورکول کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.