کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له مالدیف سره کوي.
دغه راز، افغانستان په یادو سیالیو کې تېره ورځ له ازبکستان سره لوبه ترسره کړه چې درې پر یو یې وبایله.
د افغانستان د والیبال فدراسیون معلوماتو له مخې، د هېواد د والیبال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له مالدیف سره ترسره کړي.
دغه سیالۍ به نن ماسپښین یوه نیمه بجه ترسره شي.
همدارنګه د مرکزي اسیا والیبال سیالۍ په ازبکستان کې روانې دي چې په کې د افغانستان په ګډون د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، مالدیف، نیپال، سریلانکا او د بنګلهدېش لوبډلې برخه لري.
د یادونې ده، د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې دوه لوبې ترسره کړې او دواړه یې بایللې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP