Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: غور کې د داعش یوه ډله له منځه یوړل شوه

مجاهد: غور کې د داعش یوه ډله له منځه یوړل شوه

author avatar
20 Oct 2024 - 22:57
مجاهد: غور کې د داعش یوه ډله له منځه یوړل شوه
author avatar
20 Oct 2024 - 22:57

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د ا.ا ویاند وایي، امنیتي ځواکونو په غور کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي، ځینې یې ژوندي نیول شوي او دغې ډلې په غور، کابل او باميانو ولایتونو کې په يو لړ بریدونو کې لاس درلود.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، نن ماوخته د غور ولایت په مرکز کې د «د فتنه ګرو يو وحشي ګروپ» له منځه یوړل شو.

مجاهد لیکلي: «دا هغه ګروپ وو چې د تيرې ربيع‌الاول  مياشتې په نهمه یې د غور په مرکز کې په ملکي اهل تشيع هيوادوالو بريد کړی وو او تر شلو پورې هيوادوالو ته یې تلفات اړولې وو

د راپورونو له مخې، د وږي په ۲۲مه د دایکنډی ولایت د سنګ تخت او بندر د ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو غوښتل، په عراق کې د شیعه‌ګانو د اربعین په مراسمو کې له ګډون وروسته د یو شمیر ګډون‌کوونکو د هرکلي لپاره غور ولایت ته ولاړ شي چې غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د "قرودال" په کلي کې وسله‌والوپرې برید وکړ چې له امله ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تنه شپږ نورټپیان وو.

داعش ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

مجاهد  لیکلي چې دغه ډله په غور، کابل او باميانو کې هم په يو لړ بریدونو کې دخيل وو.

هغه زیاته کړې، نن  د غور  مرکز اړوند  مارکو سيمه کې د دوی په یوه  پټنځای عمليات وشول، په نتيجه کې یې د دغې ډلې یو مشر او یو بل مهم کس ووژل شول.

ده ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال د یادې ډلې ځینې غړي ژوندي نیول شوي او پر خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی.

مجاهد لیکلي: «متأسفانه چې دا ګروپ هم په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه مستقیما رهبري کیده همدا راز  دوی خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول، د دوی يو شمير نور ملګري هم بلوچستان ته د تيښتې په حال کې په لاره نيول شوي دي

د اسلامي امارت ویاند لیکلي له نیول شویو کسانو څخه يوه اندازه وسله، مهمات، لاسي بمونه او منفجره توکي هم نیول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.