Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خبریالانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې او کابل کې د یوه خصوصي معالجوي روغتون ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو ته په ټولو تشخیصیه برخو کې له ۵۰ تر۷۰ سلنه تخفیف ورکړل شي.

یاد هوکړه‌لیک نن په کابل کې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي او کابل کې د «ثابت شینوزاده» معالجوي خصوصي روغتون اجراییوي رییس عبدالله یوسفزي ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد معالجوي خصوصي روغتون اجراییوي رییس د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل، دغه روغتون د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو له ټولنې سره د شوې هوکړې له مخې خبریالانو او د هغوی کورنیو غړو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی.

دی وایي، دغه روغتون خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو ته له ۵۰ سلنې زیات تخفیف په ټولو تشخیصیه برخو کې اعلان کړ.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مشر وویل، د افغانستان رسنیزه ټولنه په خراب اقتصادي وضعیت کې ده.

هغه د یاد روغتون له دغه اقدام مننه وکړه او ویې ویل چې دغه روغتون خبریالانو او د هغوی کورنیو غړو ته په ۱۳ تشخیصیه برخو کې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه تخفیف په پام کې لري.

ده زیاته کړه، د شوې هوکړې پر بنسټ به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې د خبریالانو ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

د نوموړي په وینا، دغه هوکړه‌لیک د درېیو کلونو لپاره د اعتبار وړ دی او د تمدید امکان یې هم شته.

دغه راز، یوه خبریال فریدالله محمدي وویل، خبریال په ټولنه کې لوی معنوي ارزښت لري، خو له مادي اړخه له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

دی وايي، دغسې هوکړې کولای شي چې د خبریالانو، رسنیو او خصوصي سکټور ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې تېر لمریز کال د کب میاشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د لوړو زده‌کړو یوې خصوصي موسسې سره هم یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و چې له مخې یې خبریالانو ته د غاښونو درملنې او لابراتواري معایناتو برخو کې له ۷۰ تر ۸۰ سلنه پورې تخفیف په پام کې نیول شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.