کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه له تاجکستان سره کوي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد د والیبال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې نن له غرمې مخکې خپله څلورمه لوبه له تاجکستان سره ترسره کړي.
دغه سیالي به نن له غرمې مخکې په یوولس بجو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي.
د یادونې ده، د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې مهاله درې لوبې ترسره کړي چې مالدیف ته یې ماتې ورکړې، ترکمنستان او ازبکستان ته یې بیا لوبې بایللې دي.