پلعلم (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لوګر ولایت په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې د دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت د سیندیزې حوزې ریاست رييس مولوي محمداسماعیل اخنداز وویل چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال پروګرام په مالي همکارۍ په مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ کې د درېیو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې.
هغه وایي چې د یادو کانالونو پر بیارغونې دوه سوه زره امریکايي ډالره لګښت راځي او چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه، په یادو پروژو کې د محمداغې ولسوالۍ د مغلخېل کانال، د لشکرخېلو کانال او د مرکز پلعلم د حسن سربند کانال بیارغونه شامل دي.
ده وویل، د یادو پروژو له پيل سره شاوخوا زرو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه او له بشپړېدو سره به یې ۲۵ زره هکتاره کرنېزه ځمکه خړوبه شي.
بلخوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، حکومت هڅه کوي چې د لوګر ولایت په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ټولګټې پروژې عملي کړي.
نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ محمداغې او مرکز پلعلم کې پيل شوې پروژې ارزښتمنې دي او هڅه کوي ورته پروژې د لوګر ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
مدني پر خلکو غږ وکړ چې د ټولګټو پروژو په عملي کولو او ساتنه کې له دولت سره همکاري وکړي.
د محمداغې ولسوالۍ یوه قومي مشر رفیعالله پژواک ته وویل، د دغو پروژو له لارې د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبه برابرېدلای شي او د اوبو ضایعاتو مخه هم نیول کېږي.
دغه قومي مشر پر کورنیو او نړۍوالو موسسو او حکومت غږ وکړ چې ورته پروژې دې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم عملي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP